د ماحولیاتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شېري رحمان وئيلي دي چې د عمران خان د قتل د منصوبه بندۍ په اړه بيانونو څخه سترګې نه شي پټولی

باغي ټي وي رپورټ
د ماحولیاتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شېري رحمان وئيلي دي چې د عمران خان د قتل د منصوبه بندۍ په اړه بيانونو څخه سترګې نه شي پټولی.
جيو نيوز سره خبرو کې شېري رحمان وويل دا يو جدي تور دى چې ثبوت وړاندې کول عمران خان په غاړه دى، عدالت دې د عمران خان نه ثبوت وغواړي.
وفاقي وزير ووئيل چې تر دې وړاندې هم عمران خان په سختو تورونو لګولو سره سياسي بيانيه جوړوي د يو داستان ضرورت دې۔
شیرین رحمان وویل چې د عمران “زما د وژلو سازش” د “بهرني سازش” په څیر یو جوړ شوی داستان دی.
د موسمياتو د بدلون وفاقي وزير وويل د انتخاباتو نه وړاندې د خلکو د خواخوږۍ ترلاسه کولو لپاره داستان جوړوي.
ياده دي وي چي څو ورځي وړاندي عمران خان په يو ويډيويي لينک خطاب کښي تور لګولي وو چي د مرتضي بهټو په شان به هغه هم وژلے شي، آئي جي پنجاب او آئي جي اسلام آباد د هغه د وژلو منصوبه بندي کړي ده۔
بل خوا د پنجاب آئي جی د عمران خان تورونه په مکمله توګه رد کړي دي او وئيلي ئي دي چي د عمران خان تورونو ته په هره کچه مقابله کولو ته تيار دي۔






