د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالت د عمران خان فوکل پرسن حسن خان نيازي په يو ورځني ريمانډ د کوئټه پوليس ته حواله کړے دے

باغي ټي وی رپورټ

نيازي په يو ورځني ريمانډ د کوئټه پوليس ته حواله کړے دے۔
جوډيشل مجسټرېټ مريد عباس حسن خان نيازي په يو ورځني ريمانډ د کوئټې پوليس ته حواله کړے دے۔

محکمې ویلي چې د کوټې پولیسو د حسن نیازي د یوې ورځې انتقالي ریمانډ غوښتنه کړې چې د کویټې جوډيشل مجسټریټ ته دې وړاندې کړي.

عدالت امر کړی چې حسن خان نيازي دې د مارچ په ۲۵مه اړونده عدالت کې د تحقيقاتي افسر لخوا وړاندې شي چې له هغې وروسته د کوټې پوليسو حسن نيازي د اسلام اباد له محکمې نيولی او کوټې ته روان شوی دی.

ياده دې وي چې د حسن خان نيازي په ضد د مارچ په اتلسمه نېټه د کوئټې په ائيرپورټ پوليس سټيشن کښې مقدمه درج کړې شوې وه۔

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *