د لاهور هائي کورټ د روژې مبارکې مياشتې په نظر کښې نيولو سره د رستورانونو د کار په ساعتونو کښې د بدلون اجازه ورکړې ده
باغی ټی وی رپورټ
د لاهور هائي کورټ د روژې مبارکې مياشتې په نظر کښې نيولو سره د رستورانونو د کار په ساعتونو کښې د بدلون اجازه ورکړې ده.
لاهور هائي کورټ کښې د سموګ ختمولو لپاره دائر درخواستونو اورېدنه وشوه، جسټس شاهد کريم د هارون فاروق او نورو د درخواستونو اورېدنه وکړه.
د عریضې وکیل وویل چې رستورانت کې ستونزه ده، که په ۱۱ بجو بند وي نو د سحر په وخت به څنګه خلاصیږي.
محکمې رستورانتونو ته اجازه ورکړه چې له افطار څخه تر سحره پورې خلاص شي.
ياده دې وي چې د لاهور هائي کورټ د سموګ مخنيوي لپاره په لاهور کې د شپې لس بجې د ټولو رستورانتونو د تړلو امر کړی و، چې وروستو عدالت يو ساعت نوره هم وغځوله او رستورانتونه يې د شپې تر ۱۱ بجو بند کړل.