په هېواد کې د کرونا ویروس په پېښو کې زیاتوالی راغلی او د مثبتو پېښو کچه له درې نیم سلنې پورته شوې ده
باغی ټی وی رپورټ
په هېواد کې د کرونا ویروس په پېښو کې زیاتوالی راغلی او د مثبتو پېښو کچه له درې نیم سلنې پورته شوې ده.
د اسلام اباد د روغتیا ملي ادارې د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱۵۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا ملي اداره وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله یو ناروغ مړ شوی او د ۲۲ تنو روغتیايي وضعیت نازک دی.
د روغتیا ملي انسټیټیوټ په وینا ، د مثبتو پیښو کچه 3.58 سلنې ته رسیدلې.