د بلوچستان په ګڼو سیمو کې د بارانونو او ږلۍ له امله د ژوند نظام په ټپه درېدلی دې

باغي ټی وی رپورټ
د بلوچستان په ګڼو سیمو کې د بارانونو او ږلۍ له امله د ژوند نظام په ټپه درېدلی دی
د کوئټې پشمول د بلوچستان په مختلفو سيمو کښې د باران لړۍ روانه ده، د سيلابي ريلي له وجې په دريابونو کښې د سيلاب راتلو خطره ده۔
په زیارت، کان ماترزي، سبي او بولان کې د ږلۍ له امله موسم سړه شوی، د بولان په پنجره پل کې د سیلاب له امله د کوټې – سبي لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د دې نه علاوه چمن، پشین، مسلم باغ، بوستان پشمول یو شمیر ښارونو کې مواصلاتي لارې، بریښنا، ټیلیفون او انټرنیټ خدمات متاثره شوي دي.
په وادي زیارت کې تر ۳ انچو پورې د واورې وریدو له وجې خلک خپلو کورونو ته کډه شوي، په بولان، سبي، شهراګ او کوزک ټاپ کې د سختو ږلۍ له وجې سیلابونه راوتلي دي.






