د برتانیې پاچا چارلس (دریم) د پاکستان د ورځې په مناسبت ځانګړی پیغام جاری کړی دی

باغي ټی وی رپورټ
د برتانیې پاچا چارلس (دریم) د پاکستان د ورځې په مناسبت ځانګړی پیغام جاری کړی دی.
خپل ځانګړي پېغام کې پاچا چارلس ولسمشر عارف علوي او د پاکستان ولس ته د پاکستان د ورځې مبارکي ورکړې ده.
دبرطانيې پادشاه په دغه بيان کې وئيلي دي چې هغه دبرطانيې او پاکستان ترمينځ دګرمو دوستانه اړيکو او مضبوطو ملګرتياو هيله لري، په کال 2006م کې پاکستان ته دخپل سفر په مهال دهيواد دخلکو مېلمه پالنه اوس هم د يادونو برخه ده.
پاچا چارلس وويل، چې د تېر کال له سيلابونو وروسته د خلکو د بيارغونې هڅې درک کوم، د چاپېريال د بدلون، سولې، پرمختګ او ډيموکراسۍ لپاره په ګډه کار کولو ته تر بل هر وخت ډېره اړتيا ده.
ياده دې وي چې تيره ورځ د مارچ په ۲۳ مه نېټه د پاکستان قرارداد وړاندې کېدو ۸۳ کاله پوره کېدو په موقع په ټول هېواد کې د پاکستان ورځ په جوش او جذبې سره ولمانځل شوه چې د هېواد د پرمختګ، سوکالۍ او پياوړې دفاع په عزم سره ولمانځل شوه.





