د بلوچستان حکومت د روژې په مياشت کې د صوبې مستحقو کورنيو ته د يوې مياشتې وړيا راشن ورکولو فيصله کړې چې د دې لپاره به په ټولو ضلعو کې د مستحقو کورنيو ډيټا جوړه شي
باغي ټی وی رپورټ
کوټه: د بلوچستان حکومت د روژې په مياشت کې د صوبې مستحقو کورنيو ته د يوې مياشتې وړيا راشن ورکولو فيصله کړې چې د دې لپاره به په ټولو ضلعو کې د مستحقو کورنيو ډيټا جوړه شي.
دا پريکړه د بلوچستان د وزيراعلي عبدالقدوس بزنجو په مشرۍ کې د لوړ پوړي ويډيويي لينک په غونډه کې شوې چې پکې وزيراعلي هدايات کړي چې سيلاب ځپلو سيمو کې دې اوړه او راشن په ترجيحي بنيادونو ورکړل شي.
په غونډه كښې د ګيس پريشر او د بجلۍ لوډشيډنګ كمولو او د بارانونو صورتحال هم جاج اخستلې شو۔
وزيراعلي د ګيس پريشر کميدو او د بجلئ اضافي لوډشيډنګ باندي خفګان څرګند کړو او KISO او SSGC ته ئي هدايات ورکړو چي په فوري توګه صورتحال ښه کړي۔
ده ووئيل چې د روژې په مياشت كښې د ګيس او بجلۍ نشتوالے د زغم وړ نه دي٬ مونږ به په دې معامله وفاقي حكومت سره سخت احتجاج رجسټر كړو۔