د اسلام آباد اډوکېټ جنرل جهانګير جدون وئيلي دي چې د عمران خان د 143 کيسونو دعوه غلطه ده خو دهغه په ضد يواځې 47 مقدمې دي
باغی ټی وی رپورټ
اسلام آباد: د اسلام آباد اډوکېټ جنرل جهانګير جدون وئيلي دي چې د عمران خان د 143 کيسونو دعوه غلطه ده خو دهغه په ضد يواځې 47 مقدمې دي.
د جيو نيوز پروګرام کيپيټل ټاک سره په خبرو کې د تحريک انصاف وکيل اظهر صديق وکيل وويل چې د عمران خان په ضد ۸۶ مقدمې دي چې دا شمېره به تر ۱۰۰ پورته شي ځکه چې د نورو کيسونو تفصيل لا مخې ته نه دی راغلی .
اظهر صديق وويل په پنجاب کې دانتخاباتو ځنډولو لپاره دې دآرټيکل شپږم پرځاى په اليکشن کميشن کې ارټيکل ٤ او٥ نافذ کړل شي.