قامي احتساب بيورو (نيب) د پي ټي آئي چيرمين عمران خان په ضد د کيسونو تفصيل عدالت ته جمع کړي دي

0
153

باغی ټی وی رپورټ
لاهور: قامي احتساب بيورو (نيب) د پي ټي آئي چيرمين عمران خان په ضد د کيسونو تفصيل عدالت ته جمع کړي دي۔

نيب لاهور هائي کورټ کښې تفصيل جمع کړے د کوم له مخې چې د عمران خان په ضد نيب راولپنډۍ کښې دوه مقدمې روانې دي۔

د نيب رپورټ کښې وئيلي شوي دي چې د عمران خان خلاف تحائف خرڅولو او د اختياراتو نه تجاوز کولو سره غيرقانوني فائدې ترلاسه کولو، د اختياراتو نه په غيرقانوني توګه په استفادې سره مالي ګټې اخستو او ريکارډ پټولو په اړه انکوائري روانه ده۔

د نيب رپورټ کښي وئيلي شوي دي چي د عمران خان په ضد دواړه کيسونه د انکوائري په مرحله کښي دي او د عمران خان خلاف د نيب راولپنډئ نه علاوه په ملک کښي هيڅ مقدمه نشته۔

Leave a reply