د پاکستان د تحریک انصاف په مشرۍ د حکومت لخوا د ترهګرۍ د قضیو د پلټنو لپاره ګډه تحقیقاتي ډله (JIT) جوړه شوه

0
90

باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان د تحریک انصاف په مشرۍ د حکومت لخوا د ترهګرۍ د قضیو د پلټنو لپاره ګډه تحقیقاتي ډله (JIT) جوړه شوه.

د رپورټونو ترمخه داخله وزارت د پينځه کسيزه جے آئي ټي جوړولو نوټيفيکيشن جاري کړے دے۔

د نوټيفيکيشن له مخې د ايډيشنل آئي جي سپيشل برانچ ذوالفقار حميد به د جے آئي ټي کنوينر وي او په جے آئي ټي کښې د آئي ايس آئي، آئي بي او ايم آئي افسران هم شامل دي۔

د دې نه علاوه د اسلام آباد پوليس ډي آئي جي هيډکوارټر اويس احمد هم د جے آئي ټي غړي دي او د پنجاب اسپيشل برانچ نمائنده به هم د جے آئي ټي غړي وي۔

د نوټيفيکيشن ترمخه جے آئي ټي د ترهه ګرۍ ضد قانون 1997ء لاندې جوړه شوې ده۔

Leave a reply