د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن وايي، امريکا له افغانستانه د لسګونو امريکايانو د بېرته ستنولو لپاره کار کوي.
باغی ټي وي رپورټ
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن وايي، امريکا له افغانستانه د لسګونو امريکايانو د بېرته ستنولو لپاره کار کوي.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، په کانګرس کې د وینا پر مهال انتوني بلینکن وویل چې امریکا په افغانستان کې د ۴۴ امریکایانو د مرستې لپاره کار کوي، دغه امریکایان غواړي چې له افغانستانه ووځي او د طالبانو د چارواکو تر نظر لاندې دي.
انتوني بلینکن وویل، موږ په افغانستان کې د امریکایانو د ازادۍ د خوندي کولو لپاره کار کوو، د دغو امریکایانو له کورنیو غوښتي چې د دوی د هویت او دوسیو په اړه په عامه کچه خبرې ونه شي.
ده وویل چې د طالبانو له واکه تر اوسه ۹۷۵ امریکايي اتباع له افغانستانه په وتلو کې مرسته شوې ده.باید وویل شي، چې امریکايي ځواکونه له دوه لسیزو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه خپل ځواکونه واپس اوویستل.