سکيورټي فورسز 103 ونګ خيبر رائفلز لوی شلمان کښي 434 مستحقو خاندانونو کښي غير خوراکي مواد وويشل او په 600 کرونده ګرو ته ی د مختلف سبزيجاتو تخم هم ورکړو

باغي ټی وی رپورټ
سکيورټي فورسز 103 ونګ خيبر رائفلز لوی شلمان کښي 434 مستحقو خاندانونو کښي غير خوراکي مواد وويشل او په 600 کرونده ګرو ته ی د مختلف سبزيجاتو تخم هم ورکړو.
د تفصيلاتو ترمخه د سيکورټي فورسز خيبر رائفلز 103 ونګ ليفټيننټ کرنل تيمور خورشيد خان په مشرۍ کښې د خيبر ضلعې په لرې پرتې سرحدي سيمه لوی شلمان کښې په مقامي او مستحقو خلقو کښې غير خوراکي مواد وويشل چې پکښې د نارينه وو لپاره څادرۍ هم شاملې وې، زنانه، هلکانو او جينکو ته ی کالي، جرابې، څادرۍ، بنیانونه او نور سامانونه وويشل شول، د ځای کرونده ګرو ته د بيلابيلو سبزيجاتو تخمونه هم ورکړل شول چې په دې اړه د شلمان ځايي خلکو د خيبر رائفلز کمانډنټ مننه وکړه .
په دې موقع د لوی شلمان ۱۰۳ ونګ اهلکارو ته ځای خلقو او مشرانو ښه راغلاست او ستړي مشي اوویل.