د مالیې سرپرست وزیر د خپل کار په وروستۍ ورځ د کندز سپین زر دولتي شرکت پرانیسته ترسره کړه.

0
201

د مالیې سرپرست وزیر د خپل کار په وروستۍ ورځ د کندز سپین زر دولتي شرکت پرانیسته ترسره کړه.

 

23 مارچ پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر ملا هدایت الله بدري په مالیې وزارت کې د خپل کار په وروستۍ ورځ کندز ولایت ته د رسمي سفر په لړ کي د کندز سپین زر دولتي شرکت د بیا فعالېدو پرانیستنه وکړه.

 

د کندز سپین زر دولتي شرکت په (۱۳۱۴ هـ.ل) کال کي تآسیس سو او د تاریخ په اوږدو کي ئې بېلابېل پړاوونه تجربه کړل، چي د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وړاندي له لسیزو راهیسي له یو بد غیر فعال او فلج حالت سره مخ و، خو د اسلامي امارت له بیا حاکمیت سره سم د مالیې وزارت د رهبرۍ له لوري دولتي شرکتونو ته د دوامداره پاملرني په پایله کي یو ځل بیا فعال او خدماتي چاري ئې پیل کړې.

 

د مالیې وزارت د فعاله هڅو په پایله کي د یاد شرکت اداري سیسټم اصلاح سو او موجودو امکاناتو ته په کتو؛ د ماشینرۍ نصب، مونتاژ او ترمیم ئې ترسره شو.

 

همدارنګه د اساسي تولیداتو لپاره د نوي ماشینرۍ رانیول، نصب او د مونتاژ چاري ئې هم ترسره سوې، چي اوسمهال د بنسټیزو تولیداتو لپاره د (جین او پریس او د نباتي غوړیو تولیدي څانګي، لینټر، تلکشي، دبخار سيسټم، د ريفائنري سيسټم، د صابون جوړولو سيسټم او دغوړیو ډکولو سیستم ) په فعالېدو سره ګټور خدمات وړاندي کوي.

اړوند موضوعات

شرکت دولتی اسپین زر فعالیت خود را از سر گرفت

 

چي ورسره (۳۰۰) تنو ته په مستقیم او شاوخوا (۱۰۰۰) کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره سوې ده.

Leave a reply