ننګرهار ولایت کې د ايران هېواد له لورې د شکر ناروغانو درملنې په موخه روغتيايي مرکز پرانیستل کيږي.

ننګرهار ولایت کې د ايران هېواد له لورې د شکر ناروغانو درملنې په موخه روغتيايي مرکز پرانیستل کيږي.
23 مارچ پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي ملا محمد نعيم اخند په جلال اباد ښار کې د ايران سر قونسل مجيد صادقي دولت آبادي سره ولیدل.
په ليدنه کې وويل د ایران هیواد کونسل وویل: چې پښتورګو روغتون ترڅنګ يې له پخوا شته يوه ودانۍ د شکر ناروغانو درملنې په موخه چمتو کړې او ډېر ژر به فعالیت پيل کړي.
نوموړي وويل، چې ياد مرکز لپاره يې يوولس ډاکترانو ته ايران هېواد کې روزنه ورکړې او د روغتون ټول وسايل او درمل دوی له لوري برابر شوي دي.
د ننګرهار والي په جلال اباد ښار کې د ايران سرقونسل له همکاريو مننه وکړه او خوښي يې وښوده چې د شکر ناروغانو درملنې په موخه يې امکانات برابر کړي.
اړوند موضوعات
د يادې ليدنې پر مهال د عامې روغتيا رئيس ډاکتر محمد رحيم د ايران له قونسل وغوښتل ترڅو د شکر ناروغۍ درملنې روغتون ډاکترانو ته میاشتنۍ تنخوا کې هم همکاري وکړي.
حماد






