د پاکستان د ورځې په مناسبت د پېښور په ګورنر هاؤس کې د سول اعزاز يوه دستوره وشوه چې پکې ګورنر غلام علي د صوبې ١١ شخصيتونو ته سول اعزازونه ورکړل
باغي ټی وی رپورټ
د پاکستان د ورځې په مناسبت د پېښور په ګورنر هاؤس کې د سول اعزاز يوه دستوره وشوه چې پکې ګورنر غلام علي د صوبې ١١ شخصيتونو ته سول اعزازونه ورکړل.
په دستوره كښې نگران وزيراعلي محمد اعظم٬ صوبائي وزيرانو٬ چيف سېكتر او نورو اولسي مشرانو هم ګډون وكړو۔ په دي موقع ګورنر غلام علي ديني عالم قبله اياز ته د هغه د غوره خدماتو په سر د ستاره امتياز او ګل زري وګما ته په موسيقۍ او سندرو کښي د ښه کارکردګي لپاره صدارتي مډال ورکړے شو۔
د پېښور والي مسعود جان ته د ړندو کرکټ په برخه کې د هغه د غیر معمولي خدمتونو په خاطر د حسن پرفارمنس مډال ورکړ او سورج ناراین عرف ناراین لال ته یې د ادب په برخه کې د هغه د خدمت په خاطر د امتیاز مډال ورکړ.