د وزيراعظم شهباز شريف خاص مرستيال عرفان قادر د پنجاب او خيبرپښتونخوا انتخاباتو په اړه د اليکشن کميشن د فيصلې تصديق کړے

باغي ټی وی رپورټ
اسلام آباد: د وزيراعظم شهباز شريف خاص مرستيال عرفان قادر د پنجاب او خيبرپښتونخوا انتخاباتو په اړه د اليکشن کميشن د فيصلې تصديق کړے دے۔
د جيو نيوز پروګرام “آپس کي بات” کې د خبرو په مهال عرفان قادر وويل چې د عدالت د حکم نه سرغړونې په وجه د الېکشن کمېشن د غړو خلاف د توهين عدالت نه شي کولی.
هغه وويل، چې که په اساسي قانون کې په ٩٠ ورځو کې د ټاکنو يادونه شوې ده، په اساسي قانون کې دا هم راغلي، چې که يو څه په خپل وخت ترسره نه شي، وروسته ترسره کېږي، د ټاکنو کمېسيون پرېکړه سمه ده.
بل خوا د اسلام اباد هائي کورټ بار پخواني صدر شعيب شاهين وئيلي دي چې دا د آئين د معطل کولو برابر دے، د اليکشن کميشن د غړو په ضد به اول توهين عدالت کيږي چا چې د اليکشن کميشن په وينا د تعاون نه انکار کړے دے۔ د دوی پر ضد به د توهین عدالت کاروايي وشي.
ياده دې وي چې اليکشن کميشن د پنجاب اسمبلۍ انتخابات د اپرېل په 30مه نېټه ځنډولي او د اکتوبر 8مه نېټه يې ټاکلې ده.
اليکشن کميشن وئيلي دي چي آئي جي پنجاب ته ئي دامن او نظم د خراب صورتحال په اړه معلومات ورکړي، هغه د ترهه ګرۍ پيښو ته اشاره کړي ده او وئيلي دي چي د ترهه ګرو په ضد آپريشن مکملولو لپاره به پنځه مياشتي وخت نيسي، پنجاب کښي 3 لاکه 86 زره 623 اهلکار موجود دي۔ کمبود دی.





