د مارچ په 23مه نېټه د قرارداد پاکستان وړاندې کېدو 83 کاله پوره کېدو په موقع په ټول ملک کې د پاکستان ورځ په ډېر جوش او جذبې سره لمانځل کېږي . د هېواد د پرمختګ، سوکالۍ او پياوړې دفاع په اړه په دې لویه ورځ د لوی عزم او ژمنې څرګنده ونه شوې ده

0
95

باغي ټي وی رپورټ

د مارچ په 23مه نېټه د قرارداد پاکستان وړاندې کېدو 83 کاله پوره کېدو په موقع په ټول ملک کې د پاکستان ورځ په ډېر جوش او جذبې سره لمانځل کېږي .
د هېواد د پرمختګ، سوکالۍ او پياوړې دفاع په اړه په دې لویه ورځ د لوی عزم او ژمنې څرګنده ونه شوې ده.

د ورځې پېل د توپونو په سلامي سره وشو، په وفاقي پلازمينه کې ۳۱ او په صوبو کې ۲۱ د توپونو ډزې وشوې.

د پاکستان د ورځې په موقع د شاعر مشر علامه اقبال په مزار د ګارډز بدلون او د وسله والو فوځ د پرېډ شانداره دستوره به د اسلام آباد په صدر هاؤس كښې كېږي۔

د دودیز پریډ په محدوده کچه د ترسره کولو پریکړه د کفایت پالیسي لاندې شوې وه.

د پاکستان د ورځې په مناسبت د پاکستان هوايي ځواک په خپل ځانګړي پېغام کې ويلي چې د بيعت د ورځې په مناسبت د پاکستان د هوايي ځواک شاهين د ټول پاکستاني ولس حب الوطنۍ ته سلامي کوي او دا ژمنه يې بيا تکرار کړې چې د پاکستان د هوايي ځواک هر سرتېری دی. د پاکستان د دفاع، امنیت او حاکمیت ساتنې ته تل چمتو یو او د هېواد د سالمیت لپاره به له هیڅ ډول قربانۍ څخه دریغ نه کوو.

ياده دې وي چې په لاهور کې په ٢٣م مارچ ١٩٤٠ کې منظور شوى قرارداد وروستو د خپلواکۍ مخکښ ثابت شو.

په ۱۹۳۸ کال کې د سندهـ مسلم ليګ په غونډه کې د مسلمانانو لپاره د جلا رياست نظريه وړاندې شوه، دا نظريه د اکثريت ګډون والو له خوا ومنل شوه، وروسته اي جي فضل الحق د هغې د عملي کولو وړانديز وکړ.

په 23 مارچ 1940 د لاهور په منٹو پارک کې وړاندې شوي قرارداد کې ویل شوي چې تر څو چې مسلمانان یو خپلواک دولت ترلاسه کړي دوی به د هند د هیڅ قانون اطاعت کولو پابند نه وي.

د پاکستان د قرارداد د ورځې اهمیت هم په دې کې دی چې د دغه نوي هیواد بنسټ په همدې کې کېښودل شو چې د ۱۹۴۷ کال د اګست په ۱۴ مه نېټه بشپړ شو.

Leave a reply