ایوان صدر ماڼۍ کې د پاکستان د ورځې مراسم د خرابې هوا له امله وځنډول شوه

باغي ټی وی رپورټ
ایوان صدر ماڼۍ کې د پاکستان د ورځې مراسم د خرابې هوا له امله وځنډول شول.
په دې لړ کې د صدر هاوس لخوا جاري شوي بيان له مخې د پاکستان د ورځې ځنډول شوې دستوره به اوس د مارچ په ٢٥مه نېټه کېږي.
د يادونې وړ ده، چې دا ځل د شکر پيوند پر ځاى د پاکستان د پوځ پريډ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ترسره کولو پرېکړه شوې وه.
د دودیز پریډ په محدوده کچه د ترسره کولو پریکړه د سادګۍ د پالیسۍ له مخې شوې.
ياده دې وي چې نن د پاکستان د ورځې په مناسبت په اسلام اباد کې د ورځې پېل د ٣١ توپونو په سلامي سره وشو او د ټولو صوبو په پلازمينه کراچۍ، لاهور، پېښور او کوئټه کې د ۲۱ توپونو سلامي ورکړل شوه.






