د پیسو نړیوال صندوق لا هم د پاکستان له پخوانیو ګامونو راضي نه دی.

0
183

باغی ټی وی رپورټ
اسلام اباد: د پیسو نړیوال صندوق لا هم د پاکستان له پخوانیو ګامونو راضي نه دی.

د سټيټ بينک سرچينو ترمخه آئي ايم ايف ته د راضي کولو لپاره د سود شرح نوره هم زياتولو فيصله شوي ده ځکه چې آئي ايم ايف د سود شرح څلور فيصده زياتولو غوښتنه کړې وه او پاکستان په يو وخت د سود شرح څلور فيصده زياتولو نه انکار کړې وو۔

سرچينې وايي چې پاکستان د انفلاسيون له مخې د سود کچه په دوه قسطونو کې ټاکلو ډاډ ورکړى و، خو IMF په ګوته کړه چې پاکستان کې د سود کچه د انفلاسيون په پرتله ټيټه ده.

دسرچينو له مخې ائي ايم ايف تر فشار لاندې دى چې د سود شرح کې لږ ترلږه دوه فيصده زياتوالى راولي چې له امله به يې سټيټ بينک د ټاکلي وخت نه وړاندې د اپريل په څلورمه نيټه د مانيټري پاليسۍ کميټۍ غونډه کوي چې پکښې به د مانيټري پاليسي کميټۍ غونډه کوي۔ د سود نرخ بیاکتنه

سرچینې وویل چې د سود نرخ احتمال لري چې د IMF پور پروګرام بیا ژوندي کولو لپاره 2 سلنه نور لوړ شي.

دسرچينو ترمخه پاکستان ائي ايم ايف سره 4 ځله ايم اي ايف پي سره اتفاق کړى اؤ ائي ايم ايف سره دپاکستان دعملياتو په کچه تړون دفرورۍ په 9مه نيټه ترسره کيدى.

Leave a reply