د پټروليم ايالتي وزير مصدق ملک ويلي دي چې د تېلو د ارزانه پروګرام په اړه IMF اعتراض نه لري
باغی ټی وی رپورټ
اسلام اباد: د پټروليم ايالتي وزير مصدق ملک ويلي دي چې د تېلو د ارزانه پروګرام په اړه IMF اعتراض نه لري.
په یوه بیان کې مصدق ملک ویلي چې دوی د شتمنو لپاره تېل ګران او د غریبو لپاره ارزانه کوي او په دې پروګرام به هیڅ ډول سبسایډي نه وي.
هغه وويل، په ټول هېواد کې په سړکونو دوه کروړه موټرسايکلونه دي، ٢ کروړ ١٤ لاکه موټرسايکلونه او وسايط به له دې سکيم څخه ګټه پورته کړي، چې د ٨٠٠ سي سي موټرونو په ګډون به هره مياشت په موټرسايکلونو کې ٤٢٠ ميليونه لېټره پټرول کارول کېږي، په هره مياشت کې به په موټر سايکلونو کې ٤٦١ مليونه ليټره پټرول مصرفېږي. موټرسايکلونه د وسايطو پشمول ميليون ليتره تېل اټکل شوي دي.
مصدق ملک اوويل چې آئي ايم ايف ته د تېلو د ارزانۍ په پروګرام اعتراض نه دے، د غريب اولس لپاره د سل روپو في ليټر امداد په پروګرام کار روان دے، د تېلو په کارډ باندې مستقيم رليف او د کوډ له لارې امداد په نظر کې نيولو سره غوره ګڼلے شو۔ له لارې د تیلو رسول