د اقلیم د بدلون، د نفوسو د زیاتوالي او د کرنې په طریقو کې د بدلون له امله به په راتلونکو لسیزو کې په ملیاردونو خلک د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ شي

0
172

باغی ټی وی رپورټ

د اقلیم د بدلون، د نفوسو د زیاتوالي او د کرنې په طریقو کې د بدلون له امله به په راتلونکو لسیزو کې په ملیاردونو خلک د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ شي.

دا خبرداری د ملګرو ملتونو له خوا د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپور شوي راپور کې ورکړل شوی دی.

په راپور کې ویل شوي، په تاریخي توګه، د اوبو کارولو کچه هر کال یو سلنه لوړه شوې، او د نړۍ خلک به په 2050 کې د نن ورځې په پرتله 25 سلنه ډیر اوبه وکاروي.

د راپور له مخې، د اوبو کمښت د زیات مصرف او ککړتیا او همدارنګه د نړۍ د تودوخې د زیاتوالي له امله مخ په زیاتیدو دی.

په راپور کې ویل شوي، چې په ۲۰۱۶ کال کې له ۹۳۰ میلیونو ډېر خلک د اوبو له کمښت سره مخ وو او تر ۲۰۵۰ کال پورې به دغه شمېر ۲.۴ میلیارده ته ورسېږي.

هند به په نړۍ کې د اوبو د کمښت له پلوه تر ټولو زیات ځپل شوی هیواد وي.

راپور زیاتوي چې ښاري وګړي به د کلیو په پرتله د اوبو د کمښت له امله له زیاتو ستونزو سره مخ شي.

هغو کارپوهانو چې دغه راپور یې ترتیب کړی، ویلي چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به د ښاري اوبو تقاضا ۸۰ سلنه زیاته شي او په دې موده کې به د هغو ښاري وګړو شمېر چې د اوبو له کمښت سره مخ دي دوه برابره شي.

د کارپوهانو په اند، د نړۍ د نفوس د زیاتوالي له امله به د کرنیزو محصولاتو تقاضا هم زیاته شي.

هغه زیاته کړه چې د نړۍ شاوخوا یو پر دریمه برخه ښارونه د ځمکې پر اوبو تکیه کوي او د کرنیزو تقاضا د زیاتوالي له امله به له ستونزو سره مخ شي.

Leave a reply