وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) د پي ټي آیی په ممنوع فنډنګ کیس کې د عمران خان د ضمانت ورکولو د بنکنګ کورټ فیصله اسلام آباد هائي کورټ کښې چیلنج کړې ده

باغي ټی وی رپورټ
FIA د فرورۍ د ۲۸مې نېټې د بنکنګ کورټ د پرېکړې خلاف اپيل دائر کړی چې پکې د ځانګړې محکمې پرېکړه د قانون خلاف ده، د بنکنګ کورټ پرېکړه دې لغوه او د عمران خان ضمانت دې منسوخ کړل شي.
د عمران خان د ضمانت منسوخولو لپاره د ايف آئي اے د اپيل اورېدنه نن ټاکل شوې ده۔
د اسلام آباد هائي کورټ جسټس محسن اخترکياني او جسټس طارق جهانګيري به نن غرمه دولس بجې د درخواست اورېدنه کوي۔






