د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د تحریک انصاف د مشر عمران خان په حق کې یو بل بیان ورکړ

باغی ټی وی رپورټ
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د تحریک انصاف د مشر عمران خان په حق کې یو بل بیان ورکړ.
زلمی خلیلزاد پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي، داسې ښکاري چې حکومت پرېکړه کړې چې عمران خان د دولت لومړی دښمن اعلان کړي، دا ډول کړنې به د پاکستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي کړکېچ لا پسې ژور کړي.
نوموړي زیاته کړه، داسې نښې شته چې ښايي پارلمان له سترې محکمې وغواړي چې عمران خان نااهله کړي، دا به نړیوال ملاتړ کم کړي، ځینو هېوادونو لا له وړاندې د پانګونې پلانونه ځنډولي، د IMF ملاتړ لا هم شکمن دی.
تر دې مخکې د بهرنیو چارو وزارت د زلمي خلیل د پاکستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په اړه توند غبرګون ښودلی و.
وياند ووئيل چې پاكستان له كومو چيلنجونو سره د مقابلې لپاره د هيچا مشورې ته اړتيا نه لري، يو پرعزم ولس به له اوسني ستونزمن حالت څخه په غښتلي توګه راووځي.
باید وویل شي، چې زلمی خلیلزاد له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د افغان سولې لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی پاتې شوی دی.





