ملګرو ملتونو د اوبو د اساسي اړتیا په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې نړۍ د اوبو د بحران پر لور روانه ده
باغي ټی وی رپورټ
د ملګرو ملتونو د اوبو فورم او یونیسکو لخوا د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت یو راپور خپور شوی دی.
د راپور له مخې، نږدې دوه ملیارده خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او اوبه یو له مهمو لومړنیو اړتیاوو څخه دی.
ملګرو ملتونو په خپل راپور کې د اوبو د بحران لاملونه د اوبو زیات استعمال او د اقلیم بدلون په ګوته کړی دی.