د پخواني وزيراعظم عمران خان د مېرمنې بشرې بي بي د ملګرې فرحت شهزادي عرف فرح ګوګي وکيل د نيب نوټس ځواب چيئرمېن نيب ته لېږلی دی

باغي ټي وی رپورټ
د پخواني وزيراعظم عمران خان د مېرمنې بشرې بي بي د ملګرې فرحت عرف فرح ګوګي وکيل د نيب نوټس ځواب چيئرمېن نيب ته لېږلی دی.
د قومي احتساب بيورو (نيب) د نوټس په ځواب کې د فرحت شهزادي عرف فرحت ګوګي وکيل وئيلي دي چې فرحت شهزادي د توشه خانې کيس سره هيڅ تعلق نه لري، نيب د کوم شخصي کس نه تحقيقات نشي کولی.
د نوټس په جواب کښې وئيلي شوي دي چې نيب دا نوټس په سياسي مخالفت کښې ليږلې دې، چيئرمېن نيب دې د سمن نوټس منسوخ کړي که نه نو عدالت ته به حواله شي۔






