د کراچۍ په بېلا بېلو سيمو کې د تيزو هواګانو سره باران او تېز باران شوی دی
باغي ټی وی رپورټ
د کراچۍ په بېلا بېلو سيمو کې د تيزو هواګانو سره باران او تېز باران شوی دی .
له عربي بحیرې څخه د باران وريځو له راتګ وروسته پر کراچۍ تورې ورېځې راوتلې.
د کراچۍ ښار کلفټن، آئی آئی چندریګر روډ، ګارډن، نارتھ ناظم آباد، ګلشن اقبال، ګلستان جوهر، اورنګی ټاون، فیډرل بی ایریا، واټر پمپ، عایشه منزل، لانډۍ، کورنګی، لیاری او ملیر هالټ سیمو کښې په ځینو ځایونو د تیزو بادونو او بارانونو امکان دی. په ځینو ځایونو کې باران او اورښت شوی دی.
د موسمياتو پوهان ترمخه د کراچۍ پشمول د سندهـ په ساحلي سيمو کښې د يو نه تر دوه ګهنټو پورې د باران امکان دے، د باران نظام به تر سبا پورې په کراچۍ کښې جاري وي.
د موسمياتو محکمي ترمخه راتلونکي څليريشت ګهنټو کښي تخته، بدين او حيدراباد کښي د باران امکان دے
بل اړخ ته تربت، کيچ، مند، آواران او ګوادر پشمول د بلوچستان په ساحلي سيمو کې طوفاني باران او ږلۍ شوې ده، په آواران کې د ږلۍ له امله ګڼ شمېر کسان ژوبل شوي هم دي.
نن اسلام آباد، خېبرپښتونخوا، پنجاب، بلوچستان، کشمير او ګلګت بلتستان کښې هم د باران امکان دے.