تېره شپه د اسلام اباد په ګډون د پنجاب، خېبرپښتونخوا او بلوچستان په مختلفو ښارونو کې د زورورې زلزلې ټکانونه محسوس شوي، زلزلې تر ټولو زیات زیان په خیبر پښتونخوا کې اړولی چې پکې د ۹ کسانو د وژل کېدو پخلی شوی دی

0
87

باغي ټي وی رپورټ
تېره شپه د اسلام اباد په ګډون د پنجاب، خېبرپښتونخوا او بلوچستان په مختلفو ښارونو کې د زورورې زلزلې ټکانونه محسوس شوي، زلزلې تر ټولو زیات زیان په خیبر پښتونخوا کې اړولی چې پکې د ۹ کسانو د وژل کېدو پخلی شوی دی..

د زلزلې له امله په ټول هېواد کې تر ۱۶۰ ډېر کسان ژوبل شوي دي.د زلزلې مرکز د معلوماتو له مخې دغه زلزله د پاکستان پر وخت د سه شنبې په ورځ د شپې ۹ بجې او ۴۷ دقیقې رامنځته شوې، چې د زلزلې مرکز د افغانستان هندوکش سیمه وه.

د زلزلې ټکانونه په ترکمنستان، هند، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان، چین، افغانستان او قرغزستان کې هم محسوس شوي دي.
پېښور، کوهاټ او صوابۍ کې هم د زلزلې زورور ټکانونه محسوس شوي دي. د دې نه علاوه لاهور، کوئټه او راولپنډۍ کښې هم د زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.

د دې نه علاوه بهاولپور، لودھران، ډي جي خان، ميانوالي، خانيوال، ټوبه ټېک سنګ، پاړه چنار، کرک کې هم د زلزلې جړقونه محسوس شوي، لکې مروت، مردان، باجوړ، نوښار او شاوخوا سيمو کې هم د زلزلې سخت ټکانونه محسوس شوي دي. احساس

په سکردو او چلاس کې هم د زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي. وېرېدلي خلک د کلمې طیبې په لوستلو له خپلو کورونو راووتل.

NDMA د زلزلې د زیانونو په اړه لومړنی راپور خپور کړ
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (NDMA) د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په اړه لومړنی راپور خپور کړی دی.

د اين ډي ايم اے ترمخه د زلزلې نه پس د ريختر په مقياس 3.7 درجې ټکانونه محسوس شوي، د ګلګت بلتستان استور سيمه کښې د زمکې د ښوئيدو له وجې سړک بند شوے دے، د اسلام آباد په H-11 سيمه کښې د خداداد هايټس ودانۍ زيانمنه شوې چې پکښې دوه کسان مړه شوي دي۔ د خېبر پښتونخوا په بېلا بېلو ځايونو کې د زلزلې له امله ۶۶ کسان وژل شوي، ۶۶ کسان ژوبل دي، په صوابۍ کې د کور د چت غورځېدو له امله ۵ کسان ژوبل شوي، په چترال کې د کور د چت او دیوال غورځېدو له امله دوه کسان ټپيان شوي دي. .

د پي ډي ایم اے خیبر پختونخوا رپورټ
د قدرتي افتونو د انتظام صوبايي ادارې (PDMA) د خېبرپښتونخوا د زلزلې له امله د اوښتو زيانونو رپورټ جاري کړی دی.

د پي ډي ايم اے ترمخه خيبرپښتونخوا کښي د زلزلي له وجي 19 کورونه په جزوي توګه تباه شوي، د زلزلي له وجي نهه کسان مړه او 44 ژوبل شوي دي۔

پي ډي ايم اے وايي په خيبرپښتونخوا کې د زلزلې وروستو د ضلعې انتظاميې، ريسکيو 1122 او سول ډيفنس ته د هوښيار پاتې کېدو هدايات ورکړل شوي دي.

روغتونونه د خبرداري په حال کې دي
د صحت وفاقي وزير عبدالقادر پټېل ​​په هداياتو د اسلام آباد په هسپتالونو کښې الرټ جاري کړے شوے دے۔

د زلزلې زورور ټکانونو ته په پام سره پولي کلینک او پمز هسپتالونو کې هم خبرداری جاري کړی شوی دی.

د روغتیا وزیر وویل چې د روغتون اداره باید د هر ډول بیړني حالت سره د مقابلې لپاره دمخه اقدامات یقیني کړي.

Leave a reply