وفاقی حکومت د صنعتی پرمختګ لپاره د سی پیک د دویم فیز شروع کولو فیصله کړی ده

0
74

باغي ټی وی رپورټ

اسلام آباد: وفاقی حکومت د صنعتی پرمختګ لپاره د سی پیک د دویم فیز شروع کولو فیصله کړی ده.

وفاقي کابينې د چين سره د صنعتي همکارۍ د ودې لپاره د معاهدې منظوري ورکړې ده چې له دې وروسته به د پاکستان او چين ترمينځه د 3 کلنو صنعتي همکارۍ معاهدې کېږي، د صنعتي همکارۍ د ودې لپاره د سرمايه کارۍ بورډ او اېفټي سي يو د معاهدې لاندې د حکومتي چارواکو او CPEC- اړوند کاري ځواک به د همکارۍ د یادداشت له مخې چین ته ولاړ شي.

د بهرنیو چارو وزارت او د قانون وزارت په ګډه د تړون مسوده تصویب کړه.د تړون له مخې به پاکستاني چارواکو ته د چین د کامیاب صنعتي ماډل په اړه روزنه ورکول کیږي.

د معاهدې ترمخه به د پاکستان سي پېک کارکونکو د ظرفیت لوړولو او مهارتونو وده ورکول کیږي.

Leave a reply