د اطلاعات او کلتور وزارت د بیهقي کتاب خپرولو ریاست د «کتاب او قرآن» تر عنوان لاندې درې ورځنی نندارتون پرانیستلو.

0
89

د اطلاعات او کلتور وزارت د بیهقي کتاب خپرولو ریاست د «کتاب او قرآن» تر عنوان لاندې درې ورځنی نندارتون پرانیستلو.

21 مارچ سه شنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د نشراتو معینیت اړوند بیهقي کتاب خپرولو ریاست لخوا کابل کې عبدالرحمان جامعې ته مخامخ د «کتاب او قرآن» تر عنوان لاندې درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

د یاد نندارتړن د پرانیستنې پر مهال د نشراتو معین مهاجر فراهي، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤل مولوي غلام حیدر شهامت، د بیهقي کتاب خپرولو رئیس ځانواک مفتي زاده، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد او یوشمېر نورو مسؤلینو ګډون درلود.

 

د نندارتون د پرانیستې پر مهال د نشراتو معین مهاجر فراهي، هیوادوال مطالعې ته راوبلل او زیاته یې کړه چې کتاب د سړي افکار تنویروي او د پوهي په وسیله راتلونکی روښانه کیږي.

 

د بیهقي کتاب خپرولو رئیس ځانواک مفتي زاده وویل، چې سږ کال یې ۵زره ټوکه او اتلس ډوله د افغان خطاطانو په لاس لیکل شوی قرآن کریم چاپ ته لیږلی، چې اوس مهال یې تجویدي درسي او تجویدي تلاوتي چاپ او نندارې ته وړاندې کړی او نور تر چاپ لاندي دي.

 

د نوموړي په خبره څو بابه اصلاحي، تاریخي، فرهنګي، ادبي، اداري او ټولنیز کتابونه یې هم چاپ ته لیږلي، چې یوشمېر یې چاپ او نن یې نندارې ته وړاندې کړل.

اړوند موضوعات

د ننګرهار ولایت مرکز جلال‌‌‌آباد ښار کې د کتاب لوستنې دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شوی.

 

ښاغلي ځانواک زیاته کړه، چې جامع عبدالرحمان ته مخامخ د بیهقي کتاب خپرولو یوه پلورنځۍ چې کلونه بند پاتې وه، هم پرانیستلې.

Leave a reply