د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د اسلام اباد په دوو مقدمو کې د حفاظتي ضمانت لپاره لاهور هائي کورټ ته حاضر شو

باغي ټي وی رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د اسلام اباد په دوو مقدمو کې د حفاظتي ضمانت لپاره لاهور هائي کورټ ته حاضر شو.
جسټس شهباز رضوي او جسټس فاروق حيدر د عمران خان د حفاظتي ضمانت د درخواست اورېدنه وکړه۔
عدالت د ترهگرۍ ضد مادو لاندې مقدمو کې د دوشنبې (مارچ ۲۷) پورې د عمران خان حفاظتي ضمانت منظور کړی دی.
د عمران خان د سکین شوي لاسلیک په اړه وکیل وویل چې په درخواست باندې لاسلیک د عمران خان دی.
عدالت امر کړی چې په درخواست باندې دې د عمران خان لاسلیکونه اوس وشي، په دې اړه عمران خان په عدالت کې درخواست لاسلیک کړ.
ياده دي وي چي د عمران خان لخوا د اسلام آباد په 2 مقدمو کښي د حفاظتي ضمانت لپاره درخواست جمع کړے شوے وو چي مقدمه په ګولره پوليس سټيشن او سي ټي ډي کښي درج شوي وه، عدالت ورته نن ماسپښين دوه بجې د حاضريدو حکم ورکړے وو د تضمین اړتیا ده، دوی باید په ټاکل شوي وخت محکمه کې حاضر شي.
محکمې د عمران خان د لاسلیک په سکین کولو شک وکړ او د هغه وکیل ته یې د تصدیق کولو لارښوونه وکړه.
نن عمران خان د خاص سکواډ سره زمان پارک ته روان شو، په دغه موقع د هغه سره ګڼ شمير کارکنان هم نه وو په داسې حال کښې چې د پوليس سيکيورټي نارمل وه او د هائي کورټ مخې ته په سيګنل ودريدلو.






