پوليسو په جوډيشل کمپلکس کې د عمران خان د حاضرېدو پر سر د تاوتريخوالي په تور د پي ټي اى څو کارکوونکي نيولي دي

0
92

باغي ټی وی رپورټ
راولپنډۍ: پوليسو په جوډيشل کمپلکس کې د عمران خان د حاضرېدو پر سر د تاوتريخوالي په تور د پي ټي اى څو کارکوونکي نيولي دي.

دپوليسو دسرچينو له مخې دپي ټي ائي دکارکونکو په ضد دعملياتو اؤ نيولو لړۍ روانه ده چې پکې دتحريک انصاف نور 23 کارکنان هم نيول شوي دي.

سرچينې وائي چې دپي ټي ائي 200 کارکنانو په ضد په نصير اباد پوليس سټيشن کې مقدمه درج کړې شوې ده چې پکې ددفعه 144 خلاف ورزي په تور نومول شوي مشرانو اؤ کارکنانو په ضد مقدمه درج کړې شوې ده.

د پولیسو د سرچینو په وینا، تر اوسه د نیول شویو اعتراض کوونکو شمېر ۴۲۳ ته رسېدلی دی.

پوليس زياتوي چي په رامنا پوليس سټيشن او سي ټي ډي کښي د مظاهره چيانو خلاف د ترهه ګرۍ، غلا او غلا مقدمې هم درج کړي شوي دي۔

Leave a reply