د لاهور هائي کورټ د جسټس باقر نجفي په مشرۍ د تحريک انصاف د مشر عمران خان موټر ته د عدالت احاطې ته د ننوتو اجازه نه ده ورکړل شوې

0
144

باغي ټی وي رپورټ
لاهور: د لاهور هائي کورټ د جسټس باقر نجفي په مشرۍ د تحريک انصاف د مشر عمران خان موټر ته د عدالت احاطې ته د ننوتو اجازه نه ده ورکړل شوې.

کله چې د پي ټي ائي چئیرمین عمران خان ګاډی د عدالت احاطې ته ورسیدو نو د عدالت د احاطې اوسپنیزه دروازه وتړل شوه او عمران خان ته یې د پیاده تګ غوښتنه وکړه چې په دغه مهال پخوانی وزیراعظم هلته ولاړ او د دروازې د خلاصیدو انتظار یې وکړو.

عمران خان انتظامیې ته ویلي چې هغه به د خپل امنیت سره عدالت ته لاړ شي، هغه هڅه وکړه چې د خپل شخصي امنیت سره دننه دننه شي، چې په اړه یې انتظامیې د عمران خان د شخصي امنیت له اخیستلو منع کړ.

د انتظاميې له منع کولو وروسته عمران خان له موټر نه ښکته شو او په پښو عدالت ته لاړو خو شخصي ساتونکو يې تر محاصرې لاندې ساتلي وو.

Leave a reply