د پوځ پخواني مشر جنرال (ر) قمر جاوید باجوه ویلي، چې عمران خان په دروغ ویلو کې ډېر ښه دی او خلک پرې باور کوي

0
209

باغي ټی وی رپورټ
د پاکستان د پوځ پخواني مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان یو هوښیار سړی بللی دی.

په یوه مرکه کې د پوځ پخواني مشر جنرال (ر) قمر جاوید باجوه ویلي، چې عمران خان په دروغ ویلو کې ډېر ښه دی او خلک پرې باور کوي.

د خبریال شاهد میتلا د راپور له مخې جنرال ریټایرډ باجوه د دې پوښتنې په ځواب کې چې په کراچۍ کې د مریم نواز د کوټې د دروازې د ماتولو امر چا ورکړی؟ هغه وويل چې بريګيډير حبيب په هغه وخت کې د سکټوري قوماندان و، جنرال فيض د قضيې د درج کولو غوښتنه وکړه، خو په ټيټه کچه څه وشول، موږ مسوول افسر له دندې لرې کړ.

د اعظم سواتي او شهباز ګل د افشا کولو په تور جنرال (ر) باجوه وويل چې هغه له دې پېښو سره هيڅ تعلق نه لري، کله کله ادارې هڅه کوي چې د شاه نه زيات شاه ته وفادار پاتې شي، دا ټول په ټيټه کچه کېږي.

ديوې پوښتنې په ځواب کې دپوځ پخواني مشر وويل په ژوند کې يې يواځې دوه ځله شيخ رشيد سره ليدلي دي.

Leave a reply