د پيښور هائي کورټ ډي آئي خان بينچ د پاکستان تحريک انصاف مشر او پخواني وفاقي وزير علي امين ګنډاپور ته په چيک پوسټ تشدد مقدمه کښي حفاظتي ضمانت منظور کړے دے

0
70

باغي ټی وی رپورټ
د پيښور هائي کورټ ډي آئي خان بينچ د پاکستان تحريک انصاف مشر او پخواني وفاقي وزير علي امين ګنډاپور ته په چيک پوسټ تشدد مقدمه کښي حفاظتي ضمانت منظور کړے دے۔

عدالت علي امین ګنډاپور ته د یو لاک روپو په ضمانت د اپریل تر اتمې نیټې پورې حفاظتي ضمانت منظور کړی دی.

علي امين ګنډاپور د دجال په چيک پوسټ د ډزو او بلوا په مقدمه کې نومول شوی دی.

دپوليسو ترمخه علي امين ګنډاپور ډيره اسماعيل خان ته روان وؤ چې دجال په چيک پوسټ دغلته شورو شوې وه.

پوليس وائي چي د خيبرپښتونخوا او پنجاب پوله باندي چيک پوسټ ته ټول ګاډي ننوتي دي ولي علي امين په چيک پوسټ باندي د ګډوډي نه پس ګنډاپور ته تښتيدلي دي۔

پوليس وائي چي علي امين ګنډاپور شراب څښلي وو چي کله ددوي ګاډي په تيز رفتاره ودرول شو نو دپوليسو سره ئي ترخه خبره اوکړه چي په مهال علي امين او ملګرو ئي په چيک پوسټ باندي ډزي اوکړي۔

Leave a reply