د اسلام اباد هائي کورټ د توشه خانې په مقدمه کې د وارنټ د لغوه کولو لپاره د عمران خان درخواست غير موثر وباله

باغي ټی وی رپورټ
د اسلام اباد هائي کورټ د توشه خانې په مقدمه کې د وارنټ د لغوه کولو لپاره د عمران خان درخواست غير موثر وباله.
د پي ټي آئي چيرمين عمران خان د خپل وکيل خواجه حارث په ذريعه د توشه خانه کيس کښي د وارنټ منسوخولو درخواست جمع کړے دے۔
د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق د عمران خان د درخواست اورېدنه وکړه چې پکې د عمران خان په طرفه خواجه حارث او بيرسټر ګوهر عدالت ته حاضر شول.
عدالت د توشه خانې په مقدمه کې د وارنټ منسوخ کولو لپاره د عمران خان درخواست بې اثره بللی دی.
بل اړخ ته عدالت د توشه خانه کيس کښې د عمران خان د نه حاضريدو فائل په اړه د آئي جي اسلام آباد او ټرائل کورټ نه رپورټ طلب کړے دے۔
عدالت ويلي چې په لسو ورځو کې دې د حاضري د ورکېدو په اړه رپورټ وړاندې کړي.
ياده دي وي چي سيشن عدالت د مارچ په اتلسمه نيټه جوډيشل کمپلکس ته د عمران خان د راتګ وارنټ منسوخ کړے وو او عدالت ئي دغه مقدمه سيشن جج ته حواله کړې وه ولي سيشن جج دغه وارنټ برقرار ساتلي وو او بيا ئي عمران خان اسلام آباد ته رارسيدلي وو۔






