د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد د پخواني ولسمشر اصف زرداري پر ضد د متنازع بيان په مقدمه کې عدالت ته حاضر شو

باغي ټی وی رپورټ
اسلام اباد: د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد د پخواني ولسمشر اصف زرداري پر ضد د متنازع بيان په مقدمه کې عدالت ته حاضر شو.
د اسلام اباد ضلعي او سيشن عدالت د پخواني صدر اصف زرداري په ضد د شيخ رشيد د متنازع بيان د مقدمې اورېدنه وکړه په کومه کې چې عدالت شيخ رشيد ته نن د فرد جرم لپاره طلب کړی دی.
د تېرې اورېدنې پر مهال شیخ رشید د خرابې روغتیا له امله عدالت ته حاضر نه شو.
د اورېدنې په پیل کې قاضي پوښتنه وکړه چې ایا د شیخ رشید پرضد دوسیه احضار شوې ده؟ په دې اړه استغاثې ویلي چې د شیخ رشید خلاف د مقدمې چالان عدالت کې جمع کړی شوی دی.
شیخ رشید عدالت ته وویل چې زما وکیل نن په سپریم کورټ کې دی نو ځکه نن عدالت ته نه شي حاضریدای.
وروسته محکمې شیخ رشید ته د حاضریدو اجازه ورکړه.
څرګنده دي وي چي پوليسو په دي مقدمه کښي شيخ رشيد نيولي وو کوم چي عدالت په ضمانت خوشي کړے وو۔






