د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وايي، که په راتلونکو ټاکنو کې بريالی شو نو د هغو کسانو سره به حساب وکړي، چې د ده د وژلو پلان يې جوړ کړی
باغي ټي وی رپورټ
اسلام اباد: د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وايي، که په راتلونکو ټاکنو کې بريالی شو نو د هغو کسانو سره به حساب وکړي، چې د ده د وژلو پلان يې جوړ کړی دی.
عرب ميډيا ته په يوه مرکه کې عمران خان ويلي دي باوري دى چې د توشه خانې په مقدمه کې به بري کيږي.
هغه وويل، حکومت پوهيږي چې د دوى ژوند په خطر کې دى، خو بيا هم د دوى امنيت نه دى ټينګ شوى.
عمران خان ویلي که په راتلونکو ټاکنو کې بریالی شو نو د هغو کسانو حساب به ورسره وکړي چې د ده د وژلو پلان یې جوړ کړی دی.