کوهاټ کښې د جيو نيوز د خبريال ياسر شاه په کور بريد او ډزې شوي، په بريد کښې ياسر شاه او د هغه کورنۍ محفوظه پاتې شوې ده

0
195

باغي ټی وی رپورټ

د پوليس ترمخه د کوهاټ په جنګل خيل سيمه کښې نامعلومه کسانو د جيو نيوز د خبريال ياسر شاه په کور حمله کړې او د کور په مرکزي دروازه يې ډزې کړي دي.

یاسر شاه له ۲۰۰۷ کال راهیسې د جنګ او جیو نیوز خبریال دی او له ډېرې مودې راهیسې ورته ګواښونه کېږي، یاسر شاه تل د ترهګرۍ پر ضد د امنیتي ادارو ترڅنګ ولاړ دی.

دپيښې ځايې ته په گڼ شمير کې پوليس رسيدلي اؤ سيمه يې په ولقه کې اخستې ده.

Leave a reply