د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد وايي، چې د جنرال قمر جاوېد باجوه سره يې هېڅکله په جلا کښې نه دي ليدلي

0
93

باغي ټی وی رپورټ
د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد وايي، چې د جنرال قمر جاوېد باجوه سره يې هېڅکله په جلا کښې نه دي ليدلي.

په يو بيان کې شيخ رشيد ويلي چې د جنرال ريټائرډ مشرف، جنرل ريټائرډ احسان او جنرل ريټايرډ اختر سره يې اړيکې وې، کله چې هغه دکورنيو چارو وزير و نو دحکومتي وجوهاتو له مخې يې اوسني ډي جي ائي ايس ائي او جنرل ريټائرډ فيض سره اړيکې لرلې.

شیخ رشید ویلي زه قومي او اصلي یم، له عمران خان سره ولاړ یم، سامراجي قوتونه غواړي د پاکستان پر شتمنیو فشار راوړي، ټول ملت به له خپلو ادارو سره په ګډه د دې هېواد دفاع کوي، پاکستان به پرمختګ کوي.

هغه وويل زندان زما خسر دى، له هغه څخه هيڅکله نه وېرېږم، د مارچ له ٢٧مې وروسته د ٩ کسانو ژوند ته ګواښ دى، ما ليک ليکلى چې که هر څه کېږي، له دغو ٩ کسانو دې پلټنې وشي.

Leave a reply