د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ کښې د حکومتی اتحادیانو غونډه کښې د ملک په سیاسی صورتحال خبرې اترې شویدې

0
94

باغي ټي وی رپورټ
د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ کښې د حکومتی اتحادیانو غونډه کښې د ملک په سیاسی صورتحال خبرې اترې شویدې

په وزيراعظم هاؤس کې دحکومتي اتحاديانو غونډه شوې چې پکې مولانا فضل الرحمان، مريم نواز اؤ نورو ګډون کړى ؤ.

غونډه كښې د پي ټي آئي په ضد د قانوني كاروائي په مهال د هېواد په سياسي صورتحال، د پنجاب او خېبرپښتونخوا په انتخاباتو هم غور وكړې شو۔

دسرچينو له مخې په دغه ليدنه کې په هيواد کې دسولې اوامن په وضعه هم خبرې اترې شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د ائتلافي ګوندونو د غونډې اعلامیه به څه موده وروسته صادره شي.

له غونډې وروسته مولانا فضل الرحمان، خواجه اصف او مولانا اویس نوراني له وزیراعظم هاوس څخه ووتل.

Leave a reply