د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د تخار والي سره د هغه ولایت پر امنیتي وضعیت خبرې اترې کړي.

0
188

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د تخار والي سره د هغه ولایت پر امنیتي وضعیت خبرې اترې کړي.

20 مارچ دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا له دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير تیره ورځ په سپېدار ماڼۍ کې د تخار والي مولوي ضیاءالرحمن مدني سره وکتل.

 

د تخار والي مدني د ياد ولايت د امنيتي وضعيت په اړه معلومات شريک کړل او وې ويل، ولس سره د امارتي مسوولينو چلند صمیمانه دی.

 

نوموړي همدا راز زياته کړه، چې تخار ولایت کې د ټولو ارګانونو ترمنځ بشپړه همغږي موجوده ده او ټول ادارت له یو بل سره همکاري کوي. نوموړي خپل يو شمېر وړانديزونه او ستونزې هم شريکې کړې.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د شیعه‌ګانو د کمیسیون یو شمیر مشرانو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه لیدلي.

 

سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د نوموړي له معلوماتو په مننې په دې ولايت کې د امنيت په تامين خوښي وښوده زياته يې کړه، د ولس همکاري ډېره اړينه ده او په اړوندو برخو کې يې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

Leave a reply