د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان وايي، د اسلام اباد پولیس بې له وارنټ د کارکنانو په کورونو چاپې وهي، تر لسو کالو پورې ماشومان په داسې حال کې نیول کېږي چې کارکنان نه وي

0
169

باغي ټي وی رپورټ

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان وايي، د اسلام اباد پولیس بې له وارنټ د کارکنانو په کورونو چاپې وهي، تر لسو کالو پورې ماشومان په داسې حال کې نیول کېږي چې کارکنان نه وي.

عمران خان په ټوېټر خپل یو بیان کې ویلي چې اسلام اباد کې فاشیزم خپل اوج ته رسېدلی دی.

عمران خان وویل چې پولیس زمونږ د کارکنانو د نیولو لپاره بغیر د وارنټ په کورونو چاپې وهي، تر لسو کالو پورې ماشومان په داسې حال کې نیول کیږي چې مزدوران په کورونو کې موجود نه وي.

عمران خان غوښتنه کړې چې زمونږ ټول کارکونکي او د هغوي ماشومان چې تښتول شوي دي سمدستي خوشې کړل شي. بل لوري ته د اسلام اباد پوليس وايي چې دپي ټي ائي ١٩٨ کارکنان چې په پارټۍ کې دتشدد، سوځولو، ورانکارۍ او په پوليسو بريد کې ککړ دي نيولي دي، دپوليسو ټيمونه دهغوي دنيولو لپاره پلټنې کوي.

د اسلام اباد پوليس وايي د کيمرې په مرسته په پېښه کې د ککړو ټولو ملزمانو د پېژندلو عمل هم روان دی او په تشدد کې ککړ ټول ککړ کسان به عدالت ته وړاندې کوي.

Leave a reply