د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې نن په ملک کښې د عدالت نظام خراب ښکاري او سپريم عدليه هم د يو کس په وړاندې بې وسه ښکاري
باغي ټی وی رپورټ
اسلام آباد: د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې نن په ملک کښې د عدالت نظام خراب ښکاري او سپريم عدليه هم د يو کس په وړاندې بې وسه ښکاري.
اسلام اباد کې ميډيا سره خبرو کې احسن اقبال وويل عمران خان ځانمرگي بريدگر شو اؤ ددغه نظام په ضد يې د٢ اسمبلۍ څخه استعفي ورکړه، پاکستان دعمران خان دبد پاليسۍ څخه د وتلو هڅه کوي.
ده وويل په پاکستان کې اقتصادي ستونزې جدي شوي دي، له اى ايم ايف سره تړون وروستي پړاو ته رسيدلى په داسې حال کې چې عمران خان په تيرو وختونو کې د اى ايم ايف تړون ته زيان رسولى دى.
احسن اقبال وئيلي دي چې نن په ملک کې دعدليې نظام زوال ليدل کيږي، سپريم جوډيشري هم ديو کس په وړاندې بې وسه ښکاري، عمران احمد نيازي دخپلې خوښې فيصلې دبچاؤ په ذريعه له عدالتونو څخه اخلي کوم چې دصدراعظم لخوا ترسره شوي. عمران نیازی.دا کار به عام سوالګر هم کوي.