د اسلام اباد هائي کورټ کې د کيس اورېدنې په مهال د زيارت په ورځ د عمران خان په جوډيشل کمپلکس کې حاضري شوې ده

0
84

باغي ټی وی رپورټ
د اسلام اباد هائي کورټ کې د کيس اورېدنې په مهال د زيارت په ورځ د عمران خان په جوډيشل کمپلکس کې حاضري شوې ده.

اسلام اباد هائيکورټ کې دکيس اوريدنې په مهال چيف جسټس عامر فاروق په جوډيشل کمپلکس کې دعمران خان حاضري ته اشاره وکړه او ويې ويل چې دنهې په ورځ هم سم څه نۀ دي شوي، زه به هم غلطي وکړم او تاسو به هم، نو فرق به څه وي. .

په دې اړه د پي ټي ائي وکيل فيصل چوهدري وويل مونږ ته له عدالتونو پرته بل ځاى نشته، په اسلام اباد کې د عمران خان په ضد ٤٧ مقدمې درج شوي دي، پوليسو ځينې پټې ايف آئي آرونه ساتلي دي.

جسټس عامر فاروق وويل ښايي تاسو ته معلومه نه وي چې ايف آئي آر مهر نه دی شوی، ايف آئي آر يو عوامي سند دی، سيل نه شي کولی، پوليس د پلټنو دپاره پکار دي.

وروسته عدالت د ټولو مقدمو ريکارډ د مارچ تر ۲۷مې اسلام اباد ته غوښتی و.

ياده دي وي چي د پي ټي آئي چيئرمېن د وړاندې کېدو په موقع د جوډيشل کمپلکس بهر سخته شورشريفه شوې وه چې پکښې يو شمير ګاډو ته اور ورته کړے شو ولې د پي ټي آئي کارکنانو د عدالت نه بهر هجومونه اوکړل۔ د ايف آئي آر ترمخه د جوډيشل کمپلکس مرکزي دروازه او ښيښې ماتي شوي، د جوډيشل کمپلکس ودانۍ ته د اور اچولو، تيږو ويشتونکو او د جوډيشل کمپلکس د ماتولو ملزمان نيولي شوي، د پوليس 2 ګاډي او 7 موټر سائيکلونه سوځولي شوي دي، ايس ايچ او ګلرا۔ د چارواکو موټر ویجاړ شوی.

Leave a reply