د پي ټي آئي مشر علي امین ګنډاپور د پولیسو په چیک پوسټ برید کړی

باغي ټی وی رپورټ
بهکر: د پي ټي آئي مشر علي امین ګنډاپور د پولیسو په چیک پوسټ برید کړی.
دپوليسو ترمخه علي امين ګنډاپور دډيره اسماعيل خان په لوري روان وؤ چې دجال په چيک پوسته کې يې گډون کړى ؤ کله چې هغه دچک کولو دپاره ودرول شو نو دهغې په چيک پوسټ يې ګډوډي وکړه.
پوليس وائي چي ټول ګاډي دخيبرپښتونخوا او پنجاب په پوله چيک پوسټ ته داخل شوي دي او علي امين په چيک پوسټ باندي دشورو نه پس ګنډاپور ته تښتيدلي دي۔
دپوليسو وينا ده چې علي امين ګنډاپور شراب څښلي وؤ کله چې دهغه گاډى په تيز رفتاره ودرول شو نو دپوليسو سره يې ترخه خبرې وشوې چې په مهال يې علي امين اؤ دهغه ملګرو په پوسته ډزې وکړې.
بل لوري ته ډي پي او محمد نويد وايي د پېښې وروستو علي امين د افتاب، شکيل، الطاف او نيک محمد په ګډون د ګنډاپور څلور ساتونکي او ګاډي نيولي دي.






