د اسلام آباد په ډسټرکټ اينډ سيشن کورټ کښې د زنانه جج زېبا چوهدري ته د ګواښلو په مقدمه کښې د عمران خان د ناقابل ضمانت وارنټ معطل کولو د درخواست اورېدنه وځنډول شوه

0
167

باغي ټی وی رپورټ

د اسلام آباد په ډسټرکټ اينډ سيشن کورټ کښې د زنانه جج زېبا چوهدري ته د ګواښلو په مقدمه کښې د عمران خان د ناقابل ضمانت وارنټ معطل کولو د درخواست اورېدنه وځنډول شوه.
د اسلام آباد د ډسټرکټ اينډ سيشن کورټ په محکمه کښې د زنانه ججې زېبا چوهدري ته د ګواښونو د مقدمې اورېدنې لپاره د عمران خان جونيئر وکيل غوښتنه وکړه چې سينئر وکيل د اورېدنې د وقفې لپاره له لاهور څخه راروان دی چې په دې اړه د عدالت عملې اوریدنه ودرول شوه، وخت ۱۱ بجې ورکړل شو.

ياده دي وي چي تيره ورځ ايډيشنل سيشن جج فيضان حيدر ګيلاني د عمران خان ګرفتاري وارنټ معطل کړے وو او حکم ئي ورکړے وو چي نن د مارچ تر شلمي نيټي پوري متعلقه عدالت کښي حاضر شي۔

ياده دې وي چې د زنانه جج ته د ګواښلو په مقدمه کې د مارچ په ١٣مه د ډسټرکټ سيشن کورټ سول جج رانامجاهد رحيم د عمران خان ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ جاري کړی وو.

عدالت د مارچ تر ۲۹مې پورې د عمران خان د نیولو او حاضرولو امر کړی و.

د مارچ په ١٤مه د ايډيشنل سيشن جج فيضان حيدرګيلاني د عمران خان د گرفتارۍ ناقابل ضمانت وارنټ تر ١٦م مارچ پورې معطل کړو، عدالت په ١٦م مارچ د گرفتارۍ وارنټ معطل کړو او هغه ته يې د مارچ تر ٢٠مې نېټې پورې اړونده عدالت کې د حاضرېدو امر وکړو.

Leave a reply