د هوا پېژندنې ادارې وړاندوينه کړې، چې د روژې مبارکې مياشتې د ليدو قوی امکان شته، چې د مارچ مياشتې په ۲۲مه نېټه به وليدل شي

باغي ټي وی رپورټ
د هوا پېژندنې ادارې وړاندوينه کړې، چې د روژې مبارکې مياشتې د ليدو قوی امکان شته، چې د مارچ مياشتې په ۲۲مه نېټه به وليدل شي.
د هوا پېژندنې ادارې د اقلیم د معلوماتو د پروسس مرکز د روژې د میاشتې د لیدو وړاندوینه کړې چې قوي احتمال شته چې د روژې میاشت به د مارچ میاشتې په ۲۲مه ولیدل شي.
د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، د روژې میاشت به د مارچ په ۲۱مه د شپې په ۱۰:۲۳ بجو راښکاره شي، نو د سپوږمۍ عمر به د مارچ په ۲۲مه د لمر لوېدو پر مهال له ۲۰ ساعتونو زیات وي او د ماښام ۷:۳۲ بجې به وي.
د موسمیاتو محکمی وینا ده چی د سپوږمۍ لیدو په وخت به په کراچۍ کښې په ځائې آسمان روښانه او په ځائې یخ وی.






