د اسلام اباد د پوليسو لخوا د پي ټي آئي د مشرانو په کورونو د چاپو په اړه د پاکستان د تحريک انصاف د مشر عمران خان غبرګون مخې ته راغلی دی

0
72

باغي ټی وی رپورټ
د اسلام اباد د پوليسو لخوا د پي ټي آئي د مشرانو په کورونو د چاپو په اړه د پاکستان د تحريک انصاف د مشر عمران خان غبرګون مخې ته راغلی دی.

د شورو په ورځ اسلام اباد پوليسو د عمران خان د چيف آف سټاف سنېټر شبلي فراز په کور چاپه وهلې وه د چاپې په مهال د شبلي فراز کور تلاشي هم شوې وه خو هغه په ​​کور کې موجود نۀ ؤ.

د دې نه علاوه پوليسو د پي ټي آئي د مشر علي محمد خان، علي نواز اعوان، پخواني ايم اين اے راجا خرم نواز، انجم تنولي او چوهدري اظهر ګجر په کورونو هم چاپه وهلې چې په نتيجه کښې پوليس واپس شول۔

عمران خان د اسلام اباد د پولیسو د ګوند د مشرانو پر کورونو د چاپو په غبرګون کې پر ټولنیزو رسنیو یو بیان خپور کړ.

عمران خان په خپل بیان کې ویلي چې د اسلام اباد د پولیسو د فاشزم مثال نشته، دوی د پي ټي ايي د کارکنانو د تښتولو لپاره له وارنټ پرته چاپې وهي.

ده ووئيل که چرې د پي ټي آئي کارکنان د چاپې په مهال موجود نه وي نو د 10 كالو نه كم عمره ماشومان يې نيولي وي، مونږ د ټولو کارکنانو او د هغوي د ماشومانو د فوري خوشي كولو غوښتنه كوو۔

Leave a reply