کانونو وزارت د کابل ولایت انجیرک سیمه کې د سپین مرمر ډبرو کان پرانیستی او یو شرکت ته یې په قرارداد ورکړی.
کانونو وزارت د کابل ولایت انجیرک سیمه کې د سپین مرمر ډبرو کان پرانیستی او یو شرکت ته یې په قرارداد ورکړی.
18 مارچ شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت له لورې د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ د انجیرک په سیمه کې د سپین مرمر ډبرو کان د کابل د کانونو رئیس، سیمه ییزو چارواکو او د قراردادي شرکت په شتون کې پرانیستل شو.
د کانونو او پټرولیم وزارت یاد کان د کانونو د استخراج او پروسس افغان لایټ سټون شرکت ته چې مخکې د داوطلبۍ په پروسه کې د رویالیټي په لوړ قیمت سره ګټونکی شوی وو وسپاره، چې د اکتشاف پروسې وروسته به له قرارداد سره سم استخراج شروع کړي.
د کابل د کانونو رئيس د انجيرک په سيمه کې د سپين مرمر ډبرو د کان د پرانېستې په مراسمو کې وويل: د دغه ډول کانونو د قرارداد له سپارلو څخه موخه د غير مسوولو کسانو له خوا د کانونو د غير قانوني استخراج مخنيوى او پر ځاى د تخنيکي او قانوني استخراج او د ځايي اوسېدوونکو لپاره کاري زمینې برابرول دي.
اړوند موضوعات
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په پاکستان کې میشت یو شمیر افغان سوداګرو سره کتلي.
او همدارنګه یې زیاته کړه: الحمدلله، له هغه وخته چې په افغانستان کې امنیت تامین شوی، د کانونو او پټرولیم وزارت د بهرنیو او کورنیو پانګوالو لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي دي او ټول پانګوال کولای شي په پوره ډاډ سره د افغانستان د کانونو استخراج برخه کې پانګونه وکړي موږ یې هرکلی کوو.