دي چې سپريم کورټ دې د پنجاب او خېبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ د انتخاباتو په فيصله له سره غور وکړي

0
61

باغي ټی وی رپورټ

د پاکستان مسلم ليګ نون جنرل سيکرټري او د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې سپريم کورټ دې د پنجاب او خېبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ د انتخاباتو په فيصله له سره غور وکړي.

امريکائي نشراتي ادارې ته په يوه مرکه کې احسن اقبال وويل دغه فيصله په عجلت کې شوې ده، هيواد به يې دروند قيمت ادا کړي، دا به هيواد کې دايمي سياسي بحران رامنځته کړي.

احسن اقبال وويل چې اليکشن کميشن دې په پنجاب او خيبرپښتونخوا کې دانتخاباتو په فيصله هم بيا کتنه وکړي.

احسن اقبال وويل مونږ هر وخت انتخاباتو ته تيار يو، عمران خان د جمهوري سوچ لاندې د پنجاب او خېبرپښتونخوا اسمبلۍ نه ده ماتولې، هغه به د قامي اسمبلۍ تر انتخاباتو شپږ مياشتې وړاندې په پنجاب کې حکومت جوړ کړي، په دې معنا چې د قامي اسمبلۍ انتخابات د تل لپاره کېږي. د پنجاب حکومت کنټرول، هر څوک چې په پنجاب واکمن وي، د ملي اسامبلې په ټاکنو کې د نفوذ لپاره به له واکونو څخه کار واخلي.

هغه وويل، دا به يو خطرناک اقدام وي، ځکه چې دا به په نورو ولايتونو کې د محروميت احساس رامنځته کړي او د فدراسيون بنسټونه به ټکني کړي.

Leave a reply